ریوکا د د لومړۍ میلادي پيړۍ د یوې ټولنې کیسه ده، کومه چې د ژوند د خوشحالو او غمجنو شیبو څخه تېریږي. د دوی کیسه مونږ ته دا ښيي، چې څنګه زمونږ مهربانه خدای پاک د خپل کلام په وسیله مونږ ته د نن ورځې لپاره طاقت او د راتلونکې لپاره امید راکوي.

۱۲ - د فلم برخي

ریوکا
ریوکا مریم په عیسی مسیح باندې په خپل ایمان کې هڅوي. هغه د مریم سره د دې په پوهیدو کې مرسته کوي چې خدای ستا د ورور سره مینه کوي، د دې باوجود چې هغه خودغرضه دی.
ریوکا
ریوکا له سارا او نورا سره مرسته کوي، چې هغوی د خدای په مینه او پاملرنه باندې په توکل کولو سره د خپلو وېرو سره مخ شي. هغه نورا دې ته هم هڅوي چې د عیسی په پیروۍ کولو سره د هغه په اولاد جوړیدو باندې غور وکړه. د مریم او سارا پلار، موسی له روم څخه امر ترلاسه کوي چې باید خپل کور پرېږدي او په بیروت کې کار وکړي.
ریوکا
کله چې مریم او د هغې کورنۍ بیروت ته د کار لپاره د خپل پلار د تلو چمتووالی نیسي، نو مریم د عیسی د پېروۍ په اړه له شکونو سره لاس او ګرېوان وي. د هغې مور مریم ته د هغو نبوي پیشګویانو په یادولو سره چې د عیسی په ژوند او کلام سره پوره شوي، د هغې د شکونو په کمولو کې مرسته کوي.
ریوکا
اړه ماران ایوب په عیسی مسیح باندې د ایمان له امله ډېر سخت وهي. وروسته له هغې چې ښځې د هغه د ټپونو علاج کوي، نورا ریوکا ته وایي چې هغې د عیسی مسیح د پېروۍ پرېکړه کړې ده، که څه هم هغه پوهېږي چې دا به د هغې د کورنۍ لپاره مشکل جوړ کړي.
ریوکا
کله چې موسی په بیروت کې د کار لپاره مسافر وي، لیلا هڅه کوي چې له یوې ضرورتمندي کورنۍ سره مرسته وکړي، خو هغه پخپله هم ناروغه کېږي. کله چې لیلا ارام کوي، ریوکا مریم، سارا او نورا ته د روح القدس په اړه تعلیم ورکوي.
ریوکا
داود په ډیره سختۍ سره له هغو رومي عسکرو څخه تښتي او پټېږي چې د هغه د نیولو لپاره راغلي وو. عسکر د داود په نه موندلو غصه کېږي او د هغه پر ځای ایوب نیسي. ریوکا د ایوب د خلاصون لپاره له سارا او مریم سره له دعا کولو وروسته، د هغوی سره د روزانه دعا کولو په اهمیت خبرې کوي. بیا دا ښځې په خوښۍ سره ګوري، چې خدای د دوی دعا ته ځواب ورکوي او ایوب روغ رمټ خوشې کېږي.
ریوکا
موسی بیرته خپلې کورنۍ ته راځي، هغه په بیروت کې د یوې حادثې له کبله ړوند شوی وي. مریم، ریوکا ته اقرار کوي چې هغه له رومیانو څخه نفرت کوي، او ریوکا ورسره مرسته کوي ترڅو هغه پوه شي، چې د عیسی د یوې پيروۍ په توګه، هغه باید د خپلو دښمنانو سره مینه وکړي او د هغوی لپاره دعا وکړي.
ریوکا
د مریم پلار له یعقوب سره د هغې د واده حبره کوي، کوم چې به یوازې په دریو میاشتو کې ترسره کېږي. ریوکا له مریم سره مرسته کوي چې پوه شي، چې واده شوې کول او نه کول مهم نه دي، بلکه دا له خدای سره د هغې اړیکه ده چې هغې ته ارزښت ورکوي. ریوکا ورسره مرسته کوي چې هغه دا وګوري، چې کله هغه په بشپړ ډول د خدای لپاره ژوند کوي، نو په خپلو ټولو کارونو کې به د هغې د ژوند رڼا د خدای لپاره ځلېږي.
ریوکا
د مریم د واده په ورځ، داود د هغې واده د برخه کېدو لپاره له پټ ځای څخه په راوتلو سره هغه حیرانه کوي. د یعقوب او مریم د خوسحالۍ جشن په بې رحمۍ سره هغه وخت ګډوډېږي کله چې رومي عسکر د داود د نیولو لپاره راننوځي.
ریوکا
وروسته له هغې چې د موسی او ریوکا ترمنځ تندې خبرې وشوې، هغه په دې پوه شې او ژاړي، چې د هغې غصه کول غلط کار و. نورا ریوکا هڅوي چې موسی وبښي، نو هغه موسی ته ورځي او بښنه وڅخه غواړي. مخکې له دې چې هغه ځواب ورکړي، د لیلا د خوب له کوټې څخه د چیغو غږونه راځي.
ریوکا
د مریم کورنۍ د سارا او ایوب د لور په پیدایښت باندې ډېره خوشحالي کوي. د هغوی خوشحالي هغه وخت نوره هم زیاتېږي، کله چې داود خوشي کیږي او کور ته راځي. ایوب دوی ته وایي چې عیسی په زندان کې ورته ښکاره شو، او اوس هغه د عیسی مسیح پېروي کوي.
ریوکا
کورنۍ او ملګري د نوي زیږیدلي ماشوم د زیږون د لمانځلو لپاره سره راټولېږي. داود د انجیل پېغام شریکوي. ریوکا کیسه ورته کوي چې څنګه د هغې ملګرې، مریم مجدلیه د عیسی په قبر کې وه کله چې هغه له مړو څخه راپورته شو، او څنګه هغې عیسی ولیده، او هغه ورسره خبرې وکړې.
Please login for access. Login
Please login for access. Login

زمونږ د واټس ايپ چينل د لارې نوى روحانى مواد او معلومات مفت حاصل کړئ.
دلته شامل شئ.