په پښتو ژبه کې نور مواد موجود دي

د هغو سرچینو لسیت چې موږ یې تاسو ته سپارښتنه کوو، لاندي ورکړل شوی دی.  

د پښتو راډيو وروستني پروګرامونه تاسو دلته موندلای شئ. که ستاسو سره راډیو وي نو دا په میډیم وېو(منځنۍ څپو) باندې هم نشر کيږى.

دلته تاسو په آنلاین بڼه مقدس کتاب لوستلای شئ. تاسو یې د اورېدلو لپاره غږیزه بڼه ډانلوډ کولای هم شئ.

اوس تاسو کولی شئ د سپیڅلي پیغمبرانو او رسولانو کیسې واورئ چې زرګونه کاله دمخه راټول شوي او په مقدس کتابونو کې لیکل شوي ترڅو موږ ته د خدای په پوهه کې لارښوونه وکړي.

پښتو انجيل

تاسو کولای شئ مقدس کتاب په آنلاین بڼه په پښتو کي ولولئ. ځیني کتابونه په ننګرهارۍ او یوسفزۍ لهجه کي هم موجودې دي. تاسو کولای شئ دا کتابونه د پي ډي ایف په شکل او همدارنګه د اوریدلو لپاره په ایم پي تري(غږیز) شکل کي هم ډاونلوډ کړئ.

د موبایل لپاره کاریالونه(اېپلیکیشنونه)

که تاسو موبایل لرئ، نو کولای شئ د بایبل کتابونه په پښتو ژبه کي خپل موبایل ته ډاونلوډ کړئ. په هر ‌ډول زوړ او نوي ماډل موبایل کي دا کار کوي.

پښتو او دري کتابوبه

په افغان میډیا مرکز کي د پښتو او دري ژبو کتابونه د ډاونلوډ کولو او اخیستلو لپاره موجود دي. که تاسو څو کتابونه یوځای اخلئ، هغوی تخفیف هم لري – نو که تاسو ډېر کتابونه اخیستل غواړئ، نو حتمي یې پوښتنه وکړئ.